لینک‌های قابل دسترسی

خبر تازه
دوشنبه ۱۷ ثور ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

شخصیت سال 1389 رادیو آزادی


فرهاد دریا
فرهاد دریا
فرهاد دریا پارسال و طی سال های ګذشته علاوه بر پیروزی های فراوان در عرصه هنری، در زمینه های تامین صلح و وحدت ملی و نیز کمک های بشری تلاش های خستگی ناپذیز انجام داد.

د آزادۍ راډیو د ۱۳۸۹ کال شخصیت افغاناتو ته منلی هنرمند فرهاد دریا دی.

د آزادۍ راډیو د کال د شخصیت مرکه به په څو شېبو کې واورئ خو له هغه مخکې د ده په اړه ځینې نورې خبرې. د یوه سندرغاړي په توګه د فرهاددریا د هنري کار پیل، پر افغانستان د سرو لښکرو له یرغل سره په یوه وخت کې و. دریا ډېرژر د خپل ملي احساس آواز د شوروي یرغل په وړاندې په خپلو سندرو کې اوچت کړ. د ده سندرې د هغه درد سورې وې چې د میلیونونو افغانانو په زړونو کې پروت و او دا د ده د محبوبیت د سفر پیل و.

فرهاد دریا به زبان های دری، پشتو، ازبکي و سایر زبان ها و لهجه های کشور آواز خواند. در سال ۱۳۶۱ گروه باران را اساس ګذاشت و توانست تعداد زیادی از آهنگ های فوکلور کشور را احیا کند.

او په داسې حال کې چې د خلکو زړونه، په هېواد کې دننه او بهر له تورو سیاستونو تور وو د فرهاددریا په سندرو کې یو مشترک پیغام څپې وهلې، ملي وحدت.

بعد از سقوط رژیم طالبان، فرهاددریا که در خارج زنده گی میکرد، بدون درنګ به کشور برگشت و سرود هایی خواند که محتوی بخش اعظم آنها صلح، اتحاد و وحدت ملی بود. در سال ۲۰۰۴ فرهاد دریا کنسرت بزرګی در حضور ده ها هزار تماشاګر در غازی ستدیوم، جایی که صحن و دیوار هایش خاطرات وحشتناکی از اجرای حکم های بدون محاکمه را به حافظه داشت اجرا کرد. سانګ لاین مجله بریتانیایی این کنسرت را در جمع پنجاه کنسرت بزرګ جهان ثبت کرده است.

فرهاد دریا که څه هم په بهر کې اوسي، خو خپل ډېر وخت په هېواد کې دننه تېروي. ده له څو کلونو راپه دې خوا د افغانستان او نړۍ د ماشومانو لپاره د مرستې لپاره یولړ پروګرامونه پیل کړي دي. په ۲۰۰۷ کال کې یې د کوچه په نوم غیرانتفاعي موسسه جوړه کړه چې هدف یې د ماشومانو روزنه او ملاتړ دی او په دې ترڅ کې ده د کوڅې د بانکي حسابونو په نوم پروژه پیل کړه او د دوه زره بېوزلو ماشومانو کورنیو ته یې دوه زره بانکي حسابونه پرانیستل.فرهاد دریا

فرهاد دریا که اکنون هنرمندی شناخته شده در سطح جهان است، از سال ۲۰۰۵ تا ۲۰۰۷ به مقصد کمک به کودکان فقیر جهان پروژه خیریه ای را تحت نام انکونټر یا اتحادی برای کودکان به همراهمی هنرمندانی از سیزده کشور آغاز کرد. این پروژه بزرگترین جایزه حقوق بشر جرمنی و البوم آهنګهای آن جایزه طلایی سازمان سونی بی ام جی را از آن خود ساخت.

په ۲۰۰۸ کال کې فرهاددریا د افغانستان لپاره د ملګروملتونود ښه نیت د سفیر په توګه غوره شو. په افغانستان کې د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په بهیر کې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د ملیونونو افغانانو د هڅولو لپاره دریا د زده کړه، فکر وکړه او رایه ورکړه، تعلیمي پروګرام پیل کړ. د دې کمپاین په ترڅ کې ترټولو په زړه پورې، د زغم د ماښام په نوم غونډه وه چې ده د ولسمشرۍ تقریباً ټول کاندیدان پکې بللي وو. د حامدکرزي په ګډون د ولسمشرۍ د انتخاباتو په سلو کې پنځه نوي کاندیدانو د دریا بلنه ومنله او په غونډه کې یې ګډون وکړ.

در سال ۲۰۱۰ فرهاد دریا سلسله از برنامه ها بنام زنده ګی زیباست را آغاز کرد که هدف آن تشویق مردم برای آشتی در افغانستان و نیز حمایت از جوانان بود. در جریان این کمپاین شخصیت سال رادیو آزادی، کاروان صلح را راهی ولایات کشور نمود، از فاصله نزدیک دیدوبازدید هایی با مردم داشت و برای آنان سرود خوانی کرد.

کاروان صلح دریا، به تاریخ نزدهم ماه جولای سال گذشته حینی که کنفرانس بین المللی کابل گشایش یافت به راه افتاد و مرحله نخست آن به تاریخ ۲۱ سپتمبر روز جهانی صلح، کنسرت بزرگی بود در شهر مزار شریف که حدود پانزده هزار زن آنرا زنده تماشا کردند.

له دې وروسته د سولې دا کاروان هرات ته ولاړ. فرهاددریا هلته په یوه لوی کنسرت کې شپېته زره کسانو ته سندرې وویلې او له هغه ځایه د سولې له کاروان سره جګړه ځپلي هلمند ته ولاړ او د دې ولایت د مرکز لشکرګاه په ستوډیوم کې شاوخوا څلوېښت زره کسان د ده سندرو ته ونڅېدل اولاسونه یې ورته وپړکول. دا کنسرت د افغانستان ملي راډیو او ټلویزیون په مستقیم ډول خپور کړ.

فرهاددریا با سرودهایش حلقه زنجیر ارتباط جوانان افغان با میلیون ها تن از مردم جهان را که جایش قبلاً خالی بود، ایجاد کرد. دریا که در کنسرت هایش اکثراً با جینس یا به اصطلاح افغانها پتلون کاوبای، پیراهن ګند افغانی و لنگی به مود افغانستان ظاهر میشود، به مردم جهان میگوید که افغان ها خشن نیستند، بلکه مردم سراندازی اند که هنر، موسیقی، رقص، دهل، و اتن را دوست دارند.

آزادي راډیو فرهاد دریا ته ددې لقب مبارکی وايي او د ژوند په چارو کې ورته د بریالیتوب هیله کوي.

پس تا اول حمل سال آینده که پنجمین شخصیت سال رادیوآزادی یعنی شخصیت سال ۱۳۹۰ را انتخاب خواهیم کرد:
منتظر اوسئ!

با کلیک روی متن، این برنامه را می توان شنید!
XS
SM
MD
LG